
ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د اطلاعاتو د څانګې له قوله راپور راکړ د اسلامي انقلاب معظم لارښود ، آیت الله سید مجتبی حسینی خامنهای، د خدمت د شهید او د ایران د اسلامی جمهوریت د وخت د ولسمشر آیت الله ابراهیم ریسي د شهادت د کلیزې په مناسبت پخپل پیغام کې فرمائيلي دي؛ د غواي میاشتې د الوتنې د شهیدانو درناوی، چې په سر کې ئې شهید ولسمشر حجتالاسلام والمسلمین رئیسي دی، د ایران د اسلامي جمهوریت د هغو ګڼو خدمتګارو شهیدانو یاد راژوندی کوي چې له مرتضی مطهری، محمد حسینی بهشتی، محمدعلی رجایی او محمدجواد باهنر څخه رانیولې تر رئیسي، آلهاشم، امیرعبداللهیان او لاریجاني پورې، او د قدرمنو رهبرانو امام خمیني او خامنهای د مکتب روزل شوې سلګونو مخکښې څېرې پکې شاملې دي، چې د اسلامي جمهوریت د مسئولینو د خالصانه او مجاهدانه خدمت دفتر ئې په خپلو وینو ښکلی کړی دی.
د شهید ابراهیم رئیسي له څرګندو ځانګړنو څخه د مسئولیت منل، ځوانپالنه، عدالت ته پاملرنه، فعاله او ګټوره ډیپلوماسي، او په تیره بیا ولسي توب یادولی شو. دغو ځانګړنو د ایران دوستان، د مقاومت د قدرتمنې جبهې مجاهدین، او د اسلامی نظام ډېر خواخوږي هیلهمندَول. دا ټولې ځانګړنې له هغه معنویت سره ګډې وې چې د هغه د وجود له ژورو ئې سرچینه اخیسته. د مسئولانو او خلکو ترمنځ په اړیکې کې، اغېزشیندونکي مثبت خصوصیات د متقابلې قدرونې لامل ګرځي. همدا وجه وه چې د هغه شهید جنازه د خپل مولا او مخدوم، حضرت امام رضا علیهالسلام تر څنګ، په بېساري ولولې سره بدرګه شوه. د هغه نیمګړې ولسمشرۍ پړاؤ د ملت او هېواد لپاره د هڅو او خواخوږۍ یوه بېلګه وه، په داسې حال کې چې د هېواد خپلواکي هم خوندي ساتل شوې وه.
داسلامی انقلاب ستر لارښود پخپل پیغام کې فرمائيلي دي؛ اوس مونږ د ایران د ملت د هغو حماسهجوړونو پر وړاندې ولاړ یو چې د نړۍ د دوو ترهه ګرو پوځونو پر ضد ئې په بېساري تاریخي مقاومت کې ترسره کړې دي. دغه حالت د ایران د اسلامي جمهوریت له مسئولینو، رهبرۍ او د قواوو له مشرانو رانیولې د مدیرانو تر ټولو کچو پورې ـ د دندو بار تر پخوا لا ډېر دروند کوي. اوس د ملت، دولت او د ایران د اسلامي جمهوریت د ټولو ادارو د یووالي د نعمت شکر دا دی چې مسئولین خپله انګیزه او خدمت لا ډېر، مجاهدانه او پیاوړی کړي، د خلکو ستونزې او اندېښنې، په ځانګړې توګه اقتصادي او معیشتي مسائل حل کړي، په ډګر کې مستقیم شتون ولري، دوي همداراز پخپل پیغام کې روښانه کړې ده ، د راویښ شوي ولس لپاره د هېواد د پرمختګ په لاره کې جدي رول تعریف کړي، او د روښانه راتلونکي پر لور په هیلهمندانه حرکت دوام ورکړي.